د نړۍ د کاتولیکانو مذهبي مشر پاپ فرانسیس په خپل یوه تازه پیغام کې په افغانستان کې د روانو شخړو د پای ته رسولو لپاره د جدي خبرو اترو غوښتنه کړې ده. هغه ټینګار کړی چې دیپلوماسي د ستونزو د حل یوازینۍ لار ده.
دغه نړیوال مذهبي مشر هیله څرګنده کړه چې د تاوتریخوالي په درولو سره به د یوه ارام ژوند لپاره شرایط برابر شي. نوموړي له ټولو ښکېلو غاړو وغوښتل چې د خلکو ګټو ته لومړیتوب ورکړي او له جګړې ډډه وکړي.
پاپ روښانه کړه چې اصلي هدف باید دا وي چې ټول افغانان وکولی شي د سولې، امنیت او متقابل درناوي په فضا کې ژوند وکړي. دغه غوښتنه داسې مهال مطرح کیږي چې نړیوالې اندیښنې زیاتې شوې دي.
#پاپ\_فرانسیس #افغانستان #سوله #امنیت
🌐