د افغانستان د فوتسال ملي لوبډلې تکړه لوبغاړي رضا حسین پور د عربي اماراتو له مشهور کلب شباب الاهلي سره قرارداد لاسلیک کړ. هغه به د دې فصل په پاتې لوبو کې د یاد ټیم لپاره لوبیږي او ټاکل شوې چې نن شپه خپله لومړنۍ لوبه ترسره کړي.
حسین پور په نړیوال جام او د آسیا په ملتونو جام کې خورا ښه ځلیدلی و. د هغه ګول چې د مالیزیا پر وړاندې یې وهلی و، د مینه والو لخوا د سیالیو تر ټولو غوره ګول وپیژندل شو، چې د هغه لوړ مهارت ښيي.
نوموړي هیله ښودلې چې په اماراتو کې د افغانستان لپاره ښه استازیتوب وکړي. په بهرنیو لیګونو کې د افغان لوبغاړو حضور د افغانستان د فوتسال پرمختګ ښيي او د هېواد د نورو ځوانانو لپاره د هڅونې یو لوی لامل دی.

فوتسال #افغانستان #رضاحسینپور #سپورت #امارات #شبابالاهلي #مليلوبډله #آسیاجام #لوبه #پښتوسپورت