د طالبانو حکومت او پاکستان پلاوي نن د چین په ارومچي ښار کې د سرحدي کړکېچونو د کمولو لپاره خبرې پیلوي. دا غونډه د چین د بهرنیو چارو وزارت په کوربه توب جوړه شوې، او تمه ده چې د دواړو لورو استازي پکې ګډون وکړي، که څه هم د پلاوو ترکیب لا نه دی تایید شوی.
په ورته وخت کې، په پېښور کې د افغانستان او پاکستان د سولې ګډه جرګه د افغان استازو له شتون پرته جوړه شوه. دې جرګې چې پرون پای ته ورسېده، ډېر تمرکز پر خیبر پښتونخوا درلود او ګډونوالو یې د اوربند او خبرو اترو د بیا پیل غوښتنه وکړه.
پر افغان خاوره د پاکستان هوايي بریدونه او سرحدي نښتې پنځمې اونۍ ته داخلې شوې دي. پاکستان دا بریدونه د وسله والو ډلو د ځپلو لپاره بولي، خو د طالبانو حکومت د دې ډلو ملاتړ په کلکه ردوي.
#د\_طالبانو\_حکومت #پاکستان #چین #سوله
🌐