سیمه ییزو سرچینو تایید کړې چې افغان خبریال مرتضی صفا په اسلام آباد ښار کې د پاکستان پولیسو پورې اړوندو ملکي جامې اغوستو کسانو لخوا نیول شوی دی. هغه له نیول کیدو وروسته نامعلوم ځای ته لیږدول شوی او وضعیت یې ناڅرګند دی.
د دې خبریال کورنۍ ادعا کوي چې تښتونکو د هغه د خلاصون لپاره د درې سوه زره پاکستاني کلدارو غوښتنه کړې ده. ښاغلی صفا، چې له یوه تلویزیوني شبکې سره یې همکاري درلوده، شاوخوا څلور کاله کیږي چې په پاکستان کې ژوند کوي.
دا پیښه په داسې حال کې کیږي چې پاکستان د افغان کډوالو د ایستلو او نیولو لړۍ ګړندۍ کړې ده. وروستۍ شمیرې ښیي چې هره ورځ زرګونه بې اسناده کډوال د دې هیواد له پولو څخه ویستل کیږي.
🌐 #کډوالي #پاکستان #افغانستان #خبریال