د پاکستان او افغانستان د سولې ګډه جرګه د قومي مشرانو، سیاسي رهبرانو او مدني ټولنې د استازو په ګډون په پېښور کې پیل شوه. د دې ناستې ګډونوال د طالبانو حکومت او پاکستان ترمنځ د سمدستي اوربند او خبرو اترو د بیا پیل غوښتنه کوي.
دا جرګه د پېښور پوهنتون د سیمه ییزو مطالعاتو په مرکز کې جوړه شوې او اصلي موخه یې د سرحدي شخړو د کمولو لپاره د وړاندیزونو وړاندې کول دي. راپورونه ښيي چې وروستیو تاوتریخوالو تر ډېره د سرحدي سیمو اوسېدونکو ته زیان اړولی دی.
جوړونکي په دې باور دي چې ولسي ډیپلوماسي کولای شي د دواړو لورو ترمنځ باور بېرته راژوندی کړي. همدارنګه په دې ناسته کې ځینو پخوانیو چارواکو د افغان کډوالو د ایستلو په تړاو د پاکستان پر وروستیو تګلارو نیوکه وکړه.
#پېښور #د\_سولې\_جرګه #افغانستان #پاکستان
🌐