د امریکا د کورني امنیت وزارت اعلان کړی چې افغانستان لا هم د پناه غوښتنې لپاره د لوړ خطر لرونکو هېوادونو په نوملړ کې دی. هغه افغان وګړي چې د پناه غوښتنه کوي، له سختو محدودیتونو او جدي پلټنو سره به مخ شي.
دا پرېکړه وروسته له هغې وشوه چې په واشنګټن کې یو افغان پناه غوښتونکی په یوې جنايي پېښه کې پر لاس لرلو تورن شو. امریکايي چارواکي ټینګار کوي چې د عامه امنیت خوندیتوب لپاره د غوښتونکو دقیقه پلټنه اړینه ده.
که څه هم امریکا د کم خطر لرونکو هېوادونو د وګړو لپاره محدودیتونه کم کړي، خو پر افغانانو سختۍ لا پر ځای دي. دا تګلارې به د کډوالۍ د دوسیو د څېړلو بهیر نور هم اوږد کړي.
#افغان\_پناه\_غوښتونکي #امریکا #کډوالي #ملي\_امنیت
🌐