د کانګو د حکومت د تازه شمېرو له مخې، په دغه هېواد کې د ایبولا په ویروس د اخته کسانو شمېر له اووه زرو تنو زیات شوی دی. دا پېښه په نړۍ کې د ایبولا دویمه تر ټولو خونړۍ کچه ګڼل کېږي.

د روغتیا نړیوال سازمان ویلي چې د روزل شویو روغتیاپالانو کمښت او د مالي سرچینو نشتوالی د دې ساري ناروغۍ د مخنیوي هڅې له خنډونو سره مخ کړې دي. دغه ویروس نوي ښار ته هم خپریدلی دی.

د روغتیا نړیوال سازمان له ټولو اخته کسانو او د هغوی له تماس لرونکو غوښتي چې تر ۲۱ ورځو پورې له نړیوالو سفرونو ډډه وکړي. ایبولا یوه سخته ویروسي او وژونکې ناروغي ده چې انسانان پرې اخته کېږي.

#ایبولا #کانګو #روغتیا #نړیوال_سازمان #طب #خبرونه
🌐 zarintv.com

Author