د روغتیا نړیوال سازمان د جمعې په ورځ اعلان وکړ چې افغانستان ته یې د اته اویا اعشاریه پنځه ټنه بیړنیو طبي مرستو یوه لویه محموله لیږدولې ده. دا طبي توکي په دوبۍ کې د دې سازمان له لوژستیکي مرکز څخه لیږل شوي دي.

د دې نړیوال بنسټ په وینا په دې مرستو کې د سینه بغل درمل، د خوارځواکه ماشومانو لپاره ځانګړي خواړه او د بیلابیلو ولایتونو د روغتونونو لپاره جراحي تجهیزات شامل دي. دا مرستې د افغان ناروغانو د درملنې لپاره خورا اړینې دي.

د روغتیا نړیوال سازمان وایي چې دا مرستې کولی شي له څلور سوه او نولس زره کسانو سره مرسته وکړي. همدارنګه لیږل شوي تجهیزات به په افغانستان کې د زرګونو ژغورونکو جراحي عملیاتو لپاره زمینه برابره کړي.

#افغانستان #روغتیا #طبي\_مرستې #روغتون

🌐

Author