امریکایي رسنیو او فارس خبري اژانس راپور ورکړی چې د ایران حکومت د امریکا متحده ایالاتو د اته څلویښت ساعته اوربند وړاندیز رد کړی دی. دغه وړاندیز د چهارشنبې په ورځ د یوه دریم هیواد له لارې تهران ته رسیدلی و.
په همدې حال کې جواد ظریف د جګړې د پای ته رسولو لپاره د تهران وړاندیز شوی پلان افشا کړی دی. د دې پلان له مخې ایران ژمنه کوي چې د اټومي وسلو پسې به نه ځي، خو په بدل کې باید پر دغه هیواد لګول شوي بندیزونه لیرې شي.
له دې پیښو سره هم مهاله د روغتیا نړیوال سازمان په تهران کې پر روغتونونو او طبي مرکزونو د بریدونو د زیاتوالي خبرداری ورکړی دی. روانو جګړو روغتیایي بنسټونو ته ډیر زیانونه اړولي دي.
#ایران #امریکا #اوربند #منځنی\_ختیځ
🌐