د زاهدان د اهل سنتو د جمعې لمانځه خطیب عبدالحمید اسماعیل زهي د ایران د خلکو غوښتنو ته پر پاملرنې ټینګار وکړ. هغه د جمعې د لمانځه په خطبه کې د اسلامي جمهوریت له چارواکو وغوښتل چې سمدستي اعدامونه او شخړې ودروي.

دغه نیوک کوونکي دیني عالم د ایران اوسنی وضعیت کړکیچن وباله او ویې ویل چې کورنیو غوښتنو ته نه پاملرنه ناوړه اقتصادي او انساني پایلې لري. هغه همدارنګه خبرې اترې او توافق د شته بحرانونو د حل لپاره غوره لار وبلله.

نوموړي د خپلو خبرو په یوه بله برخه کې په ایران کې د انټرنیټ پر اوږدمهاله پرې کیدو هم نیوکه وکړه. عبدالحمید د منځني ختیځ شخړو ته په اشارې سره د اسراییلو پر سیاستونو نیوکه وکړه او د عدالت غوښتنه یې وکړه.

#ایران #زاهدان #بشري\_حقونه #انټرنیټ

🌐

Author