یوې نسبتاً زورورې زلزلې د افغانستان ځینې برخې او په ځانګړي ډول پلازمینه کابل ولړزاوه. د کابل ولایت اوسیدونکي وایي چې دا زلزله دوه ځله پرله پسې احساس شوې او خلک یې سخت اندیښمن کړي دي.

د سیمه ییزو راپورونو له مخې دا سخت ټکانونه په بلخ ولایت او نورو شمالي سیمو کې هم احساس شوي دي. تر اوسه په بیلابیلو ولایتونو کې د احتمالي ځاني او مالي زیانونو په اړه کره معلومات په لاس کې نشته.

د امریکا د متحده ایالاتو د ځمکې پیژندنې ادارې اعلان کړی چې د دې زلزلې مرکز د افغانستان او تاجیکستان په سرحدي سیمه کې و. دې ادارې د زلزلې شدت د ریشتر په کچه پنځه اعشاریه نهه او ژوروالی یې یو سلو پنځه اویا کیلومتره ښودلی دی.

#افغانستان #زلزله #کابل #طبیعي\_پیښې

🌐

Author