د ایران د سپاه پاسداران د عامه اړیکو دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره اعلان وکړ چې د دې ادارې د استخباراتو رییس مجید خادمي د دوشنبې سهار په بریدونو کې وژل شوی دی.

تر دې وړاندې رسنیو په تهران کې د هغه پر استوګنځي د برید خبر ورکړی و. دا پیښه د ایران پر وړاندې د امریکا او اسراییلو د دوامداره بریدونو په ترڅ کې رامنځته شوې ده.

مجید خادمي د محمد کاظمي تر وژل کېدو وروسته دې دندې ته ټاکل شوی و. د هغه وژل کېدل د سپاه پاسداران استخباراتي جوړښت ته لوی ګوزار ګڼل کیږي.

🌐 #ایران #سپاه\_پاسداران #مجید\_خادمی

Author