د اسراییلو دفاع وزیر اعلان وکړ چې ځواکونو یې په تهران کې د ایران د سپاه پاسداران د استخباراتو رییس مجید خادمي له منځه وړی دی.
یسرائیل کاتز وویل چې خادمي د جنګي جنایتونو یو له مستقیمو مسوولینو څخه و. هغه ټینګار وکړ چې د دې جګپوړي چارواکي وژل د سپاه پاسداران وړتیاوو ته ستر ګوزار ورکړی دی.
دا برید په داسې حال کې کیږي چې په سیمه کې کړکېچ سخت زیات شوی دی. اسراییلو ژمنه کړې چې د ایران جګپوړي پوځي مشران به په نښه کړي.
🌐 #اسراییل #ایران #سپاه\_پاسداران