په خوست ولایت کې د طالبانو د حکومت سیمه ییزو چارواکو اعلان کړی چې له پاکستاني سرحدي ځواکونو سره د سختې نښتې په ترڅ کې یې د دې هېواد یوه سرحدي پوسته نیولې ده.
طالبان ادعا کوي چې په دې نښته کې پاکستاني پوځیانو ته ځاني زیانونه اوښتي دي. پاکستاني چارواکو تر اوسه د دې ادعا په اړه څه نه دي ویلي.
دا نښته په داسې حال کې شوې چې په چین کې د دواړو لورو ترمنځ د سولې خبرې روانې دي. د افغانستان او پاکستان ترمنځ سرحدي کړکېچ تل د اندېښنې وړ دی.
🌐 #افغانستان #پاکستان #سرحدی\_نښته