د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت ویاند په تلویحي ډول د دې وزارت د څو جګپوړو چارواکو نیول تایید کړي او لامل یې د اداري سرغړونو څېړل بللي دي.

هغه وویل چې د روڼتیا د تامین او اصولو د پلي کولو لپاره، ځینې کارکوونکي په لنډمهاله توګه پوښتل کیږي. تر دې وړاندې راپور ورکړل شوی و چې دا کسان د فساد په تور نیول شوي دي.

استخباراتي ځواکونو د عامې روغتیا وزیر پر دفتر په برید سره، څو مسوول چارواکي له ځانه سره وړي وو. په دولتي ادارو کې له فساد سره مبارزه تل یوه لویه ننګونه ده.

🌐 #افغانستان #عامې\_روغتیا\_وزارت #طالبان

Author