پاکستاني رسنیو د بلوچستان ایالت په مستونګ سیمه کې د یوې زورورې چاودنې او ورپسې د سختو ډزو خبر ورکړی دی. دې پېښې د سیمې اوسېدونکي سخت وېرولي دي.

سیمه ییزې سرچینې وايي چې په دغه سیمه کې د پاکستاني امنیتي ځواکونو او وسله والو ترمنځ سختې نښتې شوې دي. تر اوسه پاکستاني چارواکو د دې برید د مرګ ژوبلې او اصلي هدف په اړه رسمي معلومات نه دي ورکړي.

بلوچستان ایالت په وروستیو کلونو کې تل د پراخو ناامنیو شاهد دی. د بلوڅانو د ازادۍ پوځ معمولا د دغو بریدونو مسوولیت پر غاړه اخلي، هغه ډله چې په سیمه کې یې فعالیتونه ډېر شوي دي.

#بلوچستان #پاکستان #امنیت

🌐

Author