په غور ولایت کې ځایي سرچینې وايي چې د دغه ولایت په تیورې ولسوالۍ کې یوه ځوانه ښځه چې نوریه نومېده، د خپل میړه له خوا د سختې شکنجې له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. ویل کیږي چې د دې ښځې د بدن ځینې برخې په ګرم څیز سوزول شوې وې.

د افغانستان انټرنشنل د راپور له مخې، چې ویډیوګانې یې هم ترلاسه کړې دي، د نوریې د بدن په بېلابېلو برخو کې د ټپونو او سختو سوځیدنو نښې ښکاري. سرچینو زیاته کړې چې هغه له مرګ مخکې سخته وهل شوې وه.

د دغو سرچینو په وینا، دا دردونکې پیښه د نوریې د څلورو ماشومانو، چې درې لوڼې او یو زوی پکې شامل دي، په مخ کې رامنځته شوې ده. د دې ښځې میړه، چې په دې وروستیو کې له ایران څخه افغانستان ته راستون شوی و، د دې وژونکي تاوتریخوالي اصلي عامل بلل شوی دی.

ویل کیږي چې له دې پیښې مخکې، د نوریې او د هغې د خواښې ترمنځ لفظي شخړه شوې وه. د نوریې د میړه په منځګړیتوب، دا شخړه سخته شوه او د دې ځوانې ښځې په شکنجه او مرګ پای ته ورسیده. د نوریې جسد له مرګ وروسته شاوخوا یوه شپه او ورځ په کور کې پاتې و.

دا پیښه په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د سخت کورني تاوتریخوالي یوه بله بیلګه ده، چې د طالبانو له واک ته رسیدو او عدالت او ملاتړیزو بنسټونو ته د ښځو د لاسرسي له محدودیدو وروسته زیات شوی دی. د ښځو د حقونو فعالانو په وار وار د قانون د حاکمیت په نشتوالي کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د زیاتوالي په اړه اندیښنه څرګنده کړې ده.

ځایي سرچینو دا هم وویل چې د نوریې میړه له پیښې یوه ورځ وروسته د خپلې میرمنې په وژلو "اعتراف کړی" او ځان یې ځایی طالب ځواکونو ته تسلیم کړی دی. لاهم روښانه نه ده چې طالبان به له دې قضیې سره څه ډول چلند وکړي.

سرچینه: افغانستان اینترنشنال

🌐

Author