په ننګرهار ولایت کې د سختو بارانونو او سېلابونو له امله ګڼو خلکو ته ځاني او مالي زیانونه اوښتي دي. د دغو طبیعي پېښو له امله لږ تر لږه ۱۳ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۱۹ نور ټپیان دي.

د طالبانو حکومت سیمه ییزو چارواکو تایید کړې چې سېلابونو په بېلابېلو سیمو کې د استوګنې کورونه او سړکونه ویجاړ کړي دي. تر دې وړاندې هم په دغه ولایت کې د کورونو د چتونو لوېدو له امله شپږ کسان مړه شوي وو.

په وروستیو اونیو کې د افغانستان ډېری ولایتونه د سختو بارانونو شاهدان دي. شمېرې ښيي چې په ټول هېواد کې د وروستیو سېلابونو له امله د مړو شمېر ۹۹ کسانو ته رسېدلی دی.

#افغانستان #سېلابونه #ننګرهار

🌐

Author