په خوست ولایت کې د طالبانو حکومت د والي ویاند اعلان وکړ چې د یوه کور د دیوال نړیدو له امله درې ښځې مړې شوې دي. په دې خواشینونکې پیښه کې دوه ماشومان هم ټپیان شوي چې د درملنې لپاره شفاخانې ته لیږدول شوي دي.
دا پیښه د دوشنبې په مازدیګر د ګنګیني په کلي کې رامنځته شوې او د ټپیانو روغتیایي وضعیت د ډاډ وړ ښودل شوی دی. سیمه ییزو چارواکو تایید کړه چې دا دیوال د وروستیو سختو اورښتونو له امله زیانمن شوی او بیا نړیدلی دی.
په افغانستان کې وروستیو سیلابونو او سختو بارانونو درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي دي. مسؤلو بنسټونو خبرداری ورکړی چې د هیواد په ډیرو ولایتونو کې لا هم د نورو سیلابونو د راوتلو احتمال شتون لري.
#افغانستان #خوست #طبیعي\_پیښې
🌐