په افغانستان کې د ایمرجنسي شفاخانې مسؤلینو اعلان کړی چې یوې مور په دې روغتیایي مرکز کې پنځه ماشومان زیږولي دي. د راپورونو له مخې د دې مور او د هغې د ټولو نویو زیږیدلو ماشومانو روغتیایي وضعیت ډیر ښه او د ډاډ وړ دی.
دا ماشومان له ټاکلي وخت څخه شاوخوا لس اونۍ مخکې زیږیدلي دي او دا مهال تر ځانګړې طبي پاملرنې لاندې دي. شفاخانې دا پیښه د خپل زیږون مرکز لپاره یوه ډیره ځانګړې شیبه بللې او ماشومانو ته یې د روغتیا هیله کړې ده.
په افغانستان کې د پرمختللو روغتیایي امکاناتو د کمښت له امله د څو ماشومانو زیږون تل له خطرونو سره مل وي. خو تیر کال هم په جوزجان ولایت کې یوې میرمنې پنځه ماشومان زیږولي وو.
#افغانستان #میرمنې #شفاخانه
🌐