د اسراییلو پوځ د سه شنبې په ورځ اعلان وکړ چې په ایران کې یې د ارتباطي پلونو اته برخې تر پوځي برید لاندې راوستي دي. د دې پوځ ویاند ادعا کړې چې دا پلونه د ایراني وسله والو ځواکونو لخوا د وسلو او تجهیزاتو د لیږد لپاره کارول کیدل.

د اسراییلو د پوځ په بیان کې راغلي چې په نښه شوې برخې په څو مهمو ښارونو لکه تهران کرج تبریز او قم کې موقعیت لري. دا پوځي بنسټ وایي بریدونه د اسراییلو پر وړاندې د ایران د پوځي اقداماتو د مخنیوي په موخه ترسره شوي دي.

اسراییلي چارواکو زیاته کړې چې د دې بریدونو ترسره کولو دمخه ملکي وګړو ته د زیان کمولو لپاره هوایي څارنې په څیر اقدامات شوي دي. دا پیښه وروسته له هغې رامنځته شوه چې د اسراییلو لومړي وزیر د ایران د زیربناوو پر وړاندې د پوځي عملیاتو خبر ورکړ.

🌐 #اسراییل #ایران #منځنی\_ختیځ

Author