د پاکستان پوځ تایید کړې ده چې د طالبانو حکومت څلور بې پیلوټه الوتکې د افغانستان له خاورې څخه د بلوچستان ایالت هوایی حریم ته داخلې شوې دی. پاکستانی پوځیانو اعلان کړی چې دا بې پیلوټه الوتکې د هوایی دفاع سیستم لخوا ویشتل شوې او خپلو اهدافو ته نه دی رسیدلې.
د پاکستان پوځی چارواکو په یوه بیان کې ویلی دی چې د طالبانو حکومت باید له غیر مسوولانه چلند څخه ډډه وکړی او د سوله ییز ژوند اصولو ته ژمن پاتې شی. د پاکستان پوځ خبرداری ورکړی چې د دې پاروونکو کړنو دوام به ډیر دروند ځواب ولری.
دا پیښې په داسې حال کې رامنځته کیږی چې پاکستانی ځواکونو د افغانستان ځینې سیمې بمبار کړې او په مقابل کې یې د طالبانو حکومت هم په پاکستان کې دننه د بریدونو خبر ورکړ. وروستیو کړکیچونو د سیمې خلک په ژوره توګه اندیښمن کړی دی.
🌐
#افغانستان #پاکستان #طالبان #امنیت