سیمه ییزې سرچینې وايي چې د طالبانو حکومت د روغتیا وزارت یو پخوانی چارواکی عبدالحکیم همت بېرته په دنده ګمارل شوی دی. نوموړی تر دې وړاندې د شري واکسین په کمپاین کې د مالي فساد له امله له دندې ګوښه شوی و.
د سرچینو په وینا د طالبانو حکومت دغه چارواکی اوس په دې وزارت کې د کتلوي معافیت د رییس په توګه کار کوي. راپورونه ښيي چې هغه بېلابېلو ولایتونو ته په غیر معیاري موټرو کې د واکسینونو د لېږد په بهیر کې سلګونه زره افغانۍ اختلاس کړی دی.
دا ګمارنه په داسې حال کې کېږي چې د شري ناروغي لا هم د افغان ماشومانو ژوند ګواښي. تر دې وړاندې د افغانستان په روغتونونو کې پر دې ناروغۍ اخته لسګونه ناروغان مړه شوي دي.
#فساد #روغتیا\_وزارت #طالبان
🌐