معتبرو سرچینو تایید کړې چې د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت د کتلوي معافیت برخې رئیس عبدالحکیم همت له خپلې دندې ګوښه شوی دی. د دې ګوښه کېدو لامل د شري واکسین په ملي کمپاین کې د مالي فساد پراخ تورونه ښودل شوي دي.
ویل کیږي چې دغه پخواني چارواکي د واکسینونو د لېږد په بهیر کې د غیر معیاري موټرو په کارولو سره د سلګونو زرو افغانیو اختلاس کړی دی. دې سرغړونو په افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان د دېرش میلیون ډالرو پروژه له ناکامۍ سره مخ کړه.
د راپورونو پر بنسټ، د دې ناکامیو له امله تر اوسه په هېواد کې شاوخوا دوه سوه ماشومانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. د طالبانو حکومت ځواکونو په دې وروستیو کې د دې وزارت یو شمېر نور چارواکي هم د فساد په تور نیولي دي.
🌐 #افغانستان #طالبانو\_حکومت #اداري\_فساد