نامتو افغان ډایرکټرې، شهربانو سادات، د توکیو په نړیوال فلم فستیوال کې وویل چې ښځې د سینما په صنعت کې له ژور جوړښتي تبعیض سره مخ دي. هغې د ښځینه فلم جوړونکو لپاره د بودیجې نشتوالی او د تمویلوونکو بنسټونو ناخبري د دې نابرابرۍ اصلي لاملونه وبلل.

اغلې سادات، چې اوس په جرمني کې ژوند کوي، د «ښځو د سینما راتلونکي» په نوم یوه ناسته کې وویل چې د ښځو پر وړاندې تبعیض د فلمونو د پراختیا او بودیجې له لومړنیو پړاوونو څخه پیلېږي. هغې په افغانستان کې د فلم جوړونې خنډونو ته په اشارې وویل: «یو کلتوري مافیا شتون لري چې د یوې ډلې زړو نارینه وو څخه جوړه ده، چې ته د یوې ښځې په توګه هیڅکله نشې ورننوتلی.»

دې افغان ډایرکټرې زیاته کړه چې ښځې له نارینه وو سره د مساوي فرصتونو او امتیازاتو ترلاسه کولو لپاره اکثرا جوړجاړي او تسلیمۍ ته اړ کیږي. هغې څرګنده کړه چې د خپل سینمایي فعالیت د دوام لپاره یې د اروپا د فلم جوړونې صنعت سره د همکارۍ لاره غوره کړې، خو هلته هم د سینما په تمویل سیسټم کې له نابرابرۍ سره مخ ده.

اغلې سادات وویل: «په افغانستان کې فلم جوړول جرم دی. په اروپا کې وضعیت دومره سخت نه دی، خو تبعیض بنسټیز دی او په خپله نظام کې شتون لري.»

شهربانو سادات، چې سږکال د وینس فلم فستیوال د سیالۍ برخې د قضاوت پلاوي غړې وه، په دې سیالۍ کې د ښځو پر کم استازیتوب نیوکه وکړه. د هغې په وینا، د وینس په سیالۍ کې له ۲۰ فلمونو څخه یوازې یو فلم د یوې ښځینه ډایرکټرې لخوا جوړ شوی و، چې په پای کې هماغه فلم د فستیوال اصلي جایزه، طلایي زمری، وګټله.

هغې زیاته کړه: «ښځینه ډایرکټرانې اجازه نه لري چې بد فلمونه جوړ کړي.» د سادات په باور، ښځینه فلم جوړونکي باید د نارینه وو په څیر د تجربې او حتی تېروتنې کولو فرصت ولري، پداسې حال کې چې له هغوی څخه د بې نقصۍ تمه د دوی پر مسلکي فعالیتونو ډیر فشار راوړي.

سرچینه: رسنۍ

🌐

Author