باخبره سرچینو اعلان کړی چې د مولانا سید الله په نوم یو کس چې تر دې مخکې د کمېشن کارۍ او له خلکو څخه د پیسو اخیستو په تور بندي شوی و د عامې روغتیا وزارت کې مهم پوسټ ترلاسه کړی دی.

د دې سرچینو په وینا هغه اوس د طالبانو د حکومت د روغتیا وزیر د دفتر د رییس په توګه کار پیل کړی په داسې حال کې چې مخکې د پاسپورتونو لپاره د پیسو اخیستو په تور د استخباراتو لخوا نیول شوی و.

دا ګومارنه په داسې حال کې ترسره کېږي چې په دې وزارت کې د اداري فساد د شتون په اړه ډېر راپورونه خپاره شوي او تر اوسه یې څو لوړ پوړي چارواکي نیول شوي او یا هم په ضمانت خوشي شوي دي.

#روغتیا #فساد #طالبان

🌐

Author