طالبانو د جمهوري نظام د سقوط پنځمه کلیزه «د افغانستان د اشغال نه د ژغورنې ورځ» وباله او له افغان خلکو یې وغوښتل چې شکرګزاره وي او د دغه ډلې د «نظام» ملاتړ وکړي.
طالبانو د اسد د ۲۴ مې شنبې ورځ خپره شوې بیانیه کې د جمهوري نظام سقوط «لوی فتح» وباله او دا پیښه یې افغان خلکو او خپلو ځواکونو ته مبارک وویله. د طالبانو چارواکو هم وغوښتل شول چې «دین، شریعت او د خلکو خدمت» ته ډیره پاملرنه وکړي.
پداسې حال کې چې طالبان دا ورځ «د فتحې ورځ» بولي، ډیری افغانان د هیواد دننه او بهر د اګست ۱۵ مه د خپل هیواد د معاصر تاریخ کې «تیاره ورځ» یادوي.
#طالبان #کلیزه #افغانستان #تیاره\_ورځ #د\_طالبانو\_نظام