د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون په منځني ختیځ کې د کړکیچونو زیاتیدو ته په غبرګون کې، د ایران او امریکا له ولسمشرانو سره جلا جلا خبرې کړي. هغه له دواړو خواوو وغوښتل چې سمدستي د خبرو میز ته ستانه شي.
د فرانسې ولسمشر په دې اړیکو کې د غلط فهمیو په لرې کولو او د شخړو د پراختیا په مخنیوي ټینګار وکړ. هغه څرګنده کړه چې سیمه ایز اوربند باید د ټولو ډلو لخوا په بشپړه توګه رعایت شي.
مکرون همدا راز د آزادې کښتۍ چلولو د تضمین لپاره د هرمز تنګي د سمدستي او بې قید او شرطه خلاصولو غوښتنه وکړه. ټاکل شوې فرانسه او انګلستان د دې حیاتي لارې د امنیت تامینولو لپاره د یوې نړیوالې غونډې کوربه توب وکړي.
#فرانسه #امریکا #ایران #منځنی\_ختیځ
🌐