د ګډ امنیت د تړون سازمان لویدریز اعلان وکړ چې د تاجیکستان او افغانستان د پولې د ټینګښت لپاره د وسلو او تجهیزاتو لومړۍ محموله به دا پسرلی دوشنبه ته سپارل کیږي. روسیه د دې تجهیزاتو د برابرولو مرکزي رول لوبوي.

د سازمان غړو هیوادونو د تاجیکستان لپاره د وژونکو او غیر وژونکو وسلو د لیست پر سر توافق کړی دی. لویدریز وویل چې د دې سیمې هر ډول امنیتي ستونزه کولای شي ټول غړي هیوادونه اغیزمن کړي.

د افغانستان بدخشان ولایت تیرو میاشتو کې د وسله والو جګړو زیاتوالی لیدلی دی. له ۱۴۰۴ کال د عقرب راهیسې د افغانستان له خاوره تاجیکستان ته ډیری بریدونه شوي دي چې پکې ملکیان او د پولې ساتونکي وژل یا ټپیان شوي دي.

#تاجیکستان #افغانستان #روسیه #د\_پولې\_امنیت

Author