رویټرز خبري اژانس د یوې باخبرې سرچینې په حواله راپور ورکړی چې ایران له امریکا سره په خبرو کې د عمان له لوري د هرمز تنګي د خوندي تګ راتګ وړاندیز کړی دی. دا وړاندیز د نورو شخړو د مخنیوي لپاره د یوې هوکړې پورې تړلی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا، اسراییل او ایران ترمنځ تاوتریخوالي په هرمز تنګي کې سمندري تګ راتګ سخت اغیزمن کړی دی. دغه تنګی د نړۍ د تیلو او ګازو د لیږد یوه لویه لار ده او اوس سلګونه کښتۍ پکې بندې پاتې دي.

سرچینې زیاته کړې چې د دې وړاندیز پلي کیدل د واشنګټن لخوا د تهران د غوښتنو په منلو پورې اړه لري. سپینې ماڼۍ تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي خو لویدیځې سرچینې تاییدوي چې دا وړاندیز تر جدي څیړنې لاندې دی.

🌐 #ایران #امریکا #اقتصاد

Author