د سمنګان ولایت کې د طالبانو د حکومت پولیسو تایید کړې چې یو پنځه دیرش کلن سړی د ناپېژاندو وسله والو لخوا په خپل کور کې دننه په ډزو وژل شوی دی. دا پېښه تېره شپه د دې ولایت په اکبراباد سیمه کې رامنځته شوې ده.

د طالبانو د حکومت چارواکو د دغه کس هویت فتح الله ښودلی او ویلي یې دي چې هغه په ایبک ښار کې د یوه سرای د ساتونکي په توګه کار کاوه. تر اوسه د دې وژنې اصلي لامل او د بریدګرو هویت نه دی څرګند شوی.

دا پېښه په داسې حال کې کیږي چې په دې وروستیو کې د افغانستان په بیلا بیلو برخو کې هدفي وژنې او پر ملکیانو بریدونه ډیر شوي دي. په تیرو اونیو کې په هرات او بغلان ولایتونو کې هم ګڼ شمیر خلکو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

🌐 #سمنګان #افغانستان #پېښه

Author