د امریکا د دفاع وزیر پیټ هیګسټ ادعا کړې چې د ایران مشر مجتبی خامنه ای ژوندی دی خو ټپي شوی دی. نوموړي په یوه خبري ناسته کې وویل چې د ایران د رهبرۍ وضعیت د تېر په څېر بدل شوی نه دی.
دغه امریکايي چارواکي ټینګار وکړ چې په دې اړه ډېر کم معلومات شتون لري او د هغه نه څرګندېدل ښايي د وېرې له امله وي. تر دې وړاندې هم هغه ادعا کړې وه چې د ایران مشر د امریکا او اسرائیل په بریدونو کې ټپي شوی دی.
خو ایراني چارواکو دا ادعاوې رد کړې دي او تر اوسه کوم رسمي معلومات نه دي خپاره شوي. هیګسټ همدا راز ادعا وکړه چې د ایران پوځي وړتیاوې د کمزوري کېدو په حال کې دي.
🌐 #ایران #امریکا #منځنی\_ختیځ