په بادغیس ولایت کې د طالبانو حکومت چارواکو ویلي دي چې د غره ښویدنې له امله پنځه کسان مړه او دوه نور ټپیان شوي دي. دا پیښه د شنبې په سهار د ثور په پنځمه نیټه رامنځته شوې ده.
په وژل شویو کې ټولې تنکۍ نجونې دي چې څلور یې د یوې کورنۍ غړې وې. دا غره ښویدنه د قلعه نو ښار په باغک سیمه کې شوې او څو د استوګنې کورونه یې ویجاړ کړي دي.
په وروستیو اونیو کې د هیواد بیلابیل ولایتونه د سختو بارانونو او ویجاړونکو سیلابونو شاهدان دي. طبیعي پیښو د افغانستان په ډیرو سیمو کې خلکو ته درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.
#بادغیس #طبیعي\_پیښې #افغانستان
🌐