سیمه ییزو سرچینو خبر ورکړی چې د حکومت طالبان مشر هبت الله اخندزاده له سراج الدین حقاني سره یو ځای هلمند ولایت ته سفر کړی دی. هغه په دې سفر کې له سیمه ییزو چارواکو او خلکو وغوښتل چې صادر شوي فرمانونه په جدي توګه پلي کړي.

د حکومت طالبان مشر د کجکي په ولسوالۍ کې د یوه نوي جومات د بنسټ ډبره کیښوده او په یوه عمومي غونډه کې یې وینا وکړه. هغه په ځانګړې توګه د کوکنارو پر کرکیلې پر بندیز ټینګار وکړ او له خلکو یې وغوښتل چې خپل یووالی وساتي او له لارښوونو پیروي وکړي.

په دې غونډه کې یوازې یوه کس ته اجازه ورکړل شوه چې د سختو اقتصادي ستونزو او د اوبو د کمښت په اړه خبرې وکړي. د بدیلو عایداتي سرچینو د نشتوالي له امله، ډیری کروندګر لاهم د کوکنارو کرلو ته مخه کوي چې دې کار د خلکو او ځواکونو ترمنځ لفظي شخړې رامینځته کړې دي.

#هلمند #حکومت\_طالبان #افغانستان

🌐

Author