“د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې بې ثباتي او په منځني ختیځ کې کړکیچ کولی شي د سیمې هیوادونو ته وغځیږي. هغه دا مسله د ډله ییز امنیت تړون سازمان لپاره جدي ګواښ وباله.

لاوروف د دې سازمان د پارلماني غونډې پر مهال ټینګار وکړ چې افغانستان لا هم د ترهګرۍ او نشه یي توکو د قاچاق په څیر له سترو ننګونو سره مخ دی. هغه همدا راز امریکا او اسرائیل په یرغلیزو کړنو تورن کړل.

دغه لوړپوړي روسي ډیپلوماټ څرګنده کړه چې اوسني بحرانونه یوازې په یوې ځانګړې جغرافیې پورې محدود نه دي. هغه وویل چې د منځنۍ اسیا هیوادونه هم د دې ناامنیو د پراخیدو په اړه سخت اندیښمن دي.

#افغانستان #روسیه #امنیت

Author