“د ډله ییز امنیت تړون سازمان یو ځل بیا د طالبانو حکومت او پاکستان ترمنځ تاوتریخوالي ته په اشارې سره د هغې پایلې د سیمې لپاره خطرناکې بللې دي. دا سازمان افغانستان د پولو اخوا ننګونو لپاره یوه احتمالي سرچینه ګڼي.

د دې سازمان سرمنشي د پارلماني غونډې پر مهال اعلان وکړ چې وروستیو وسله والو نښتو د منځنۍ اسیا هیوادونه سخت اندیښمن کړي دي. هغه له ټولو ښکیلو غاړو څخه وغوښتل چې د ستونزو د حل لپاره سوله ییزې لارې ولټوي.

ټاکل شوې ده چې د روان کال په اکتوبر میاشت کې د منځنۍ اسیا د امنیت څیړلو لپاره یو ګډ کنفرانس جوړ شي. دا ناسته د روسیې په مشرۍ او د احتمالي ګواښونو د کنټرولولو په موخه پلان شوې ده.

#افغانستان #امنیت #منځنۍ\_اسیا

Author