“د افغان کرکټ وتلي ستوري راشد خان په ډاګه کړې چې د هند او استرالیا هیوادونو لپاره د لوبې کولو او تابعیت ترلاسه کولو زړه راښکونکي وړاندیزونه یې رد کړي دي. هغه پریکړه کړې چې تل به د خپل هیواد په استازیتوب د لوبې ډګر ته وځي.

دغه نوموتي لوبغاړي په خپل نوي کتاب کې لیکلي چې د هند غوره لیګ سیالیو پر مهال یې د تابعیت بدلولو لپاره غیر رسمي وړاندیزونه ترلاسه کړي وو. هغه ټینګار کړی چې هیڅکله به د بل کوم هیواد لپاره لوبه ونه کړي.

راشد خان چې د نړۍ د کرکټ یوه لویه پانګه شمیرل کیږي تل د خپلو خلکو لپاره د ویاړ سرچینه پاتې شوی دی. هندي چارواکو او مینه والو هم تر دې وړاندې د هغه د بې ساري ځلیدو له امله نوموړي ته د تابعیت ورکولو غوښتنه کړې وه.

#راشد\_خان #کرکټ #افغانستان

Author