د پاکستان د ملي منابعو شرکت ویلي چې د بلوچستان ایالت په سویل لوېدیځ کې د دریګوان په سیمه کې د دوی پر تاسیساتو وسله وال برید شوی دی. تر برید وروسته امنیتي ځواکونه ژر تر ژره سیمې ته ورسېدل او د پلټنې او چاڼیزو عملیاتو چارې یې پیل کړې.

دا پېښه د چهارشنبې په مازدیګر رامنځته شوې ده، خو یاد شرکت ټینګار کړی چې د سیمه ییزې ټولنې د پرمختګ او پیاوړتیا لپاره به خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي. تر اوسه کومې وسله والې ډلې د دغه برید پړه پر غاړه نه ده اخیستې.

د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، په دریګوان سیمه کې د دې شرکت تر نوي سلنې ډېر کارکوونکي د بلوچستان ایالت ځایی اوسېدونکي دي. د بلوچستان ایالت تل د ورته وسله والو بریدونو شاهد پاتې شوی دی.

#پاکستان #بلوچستان #امنیت

🌐

Author