د ایران د اسلامي جمهوریت قضایي قوې اعلان کړی چې د سلطان علي شېرزادي په نوم یو سیاسي زنداني یې په دار ځړولی دی. پر نوموړي تور لګول شوی و چې د مجاهدین خلق سازمان غړیتوب یې درلود او د اسراییلو له استخباراتي ادارې موساد سره یې همکاري کوله.
د رسمي راپورونو له مخې، د دې زنداني د اعدام حکم له قانوني پړاوونو او د سترې محکمې تر تایید وروسته پلی شوی دی. دا په داسې حال کې ده چې د بشري حقونو نړیوال سازمانونه تل په ایران کې د محاکمې بهیر غیر شفاف او غیر عادلانه بولي.
تر دې پېښې یوه ورځ وړاندې هم ایراني رسنیو د اسراییلو لپاره د جاسوسۍ په تور د دغه هېواد د اټومي انرژۍ سازمان د یوه پخواني کارکوونکي مهدي فرید د اعدامېدو خبر ورکړی و. په ایران کې د اعدامونو لړۍ نړیوالې اندېښنې زیاتې کړې دي.
#ایران #اعدام #بشري\_حقونه
🌐