د فرانسې حکومت اعلان کړی چې د ایرباس بنسټ په همکارۍ او ملاتړ یې په افغانستان کې ملکي وګړو ته نږدې دوه څلویښت ټنه بشري مرستې استولي دي. دا بار د اروپایي ټولنې د بشري هوایي پله له لارې کابل ته لیږدول شوی دی.

د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې په دې مرستو کې زرګونه بکسونه تیار درملنیز خواړه او یو ټن طبي تجهیزات شامل دي. ټاکل شوې چې دا توکي ملګرو ملتونو ته وسپارل شي ترڅو پر خوارځواکۍ اخته د څه باندې درې زره ماشومانو د درملنې لپاره وکارول شي.

دا ګام د اروپا د هوایي پله د پروګرام یوه برخه ده چې د دوه زره او شپږ ویشتم کال په مارچ کې د خوراکي بحران د مخنیوي لپاره پیل شو. فرانسې ټینګار کړی چې د نړیوالو بنسټونو له لارې به له افغانانو سره خپلو بشري ملاتړونو ته دوام ورکړي.

#فرانسه #افغانستان #بشري\_مرستې #خوارځواکي

🌐

Author