په انسټاګرام کې مشهورې ایراني څیرې، آیسان اسلامي له افغانانو غوښتي چې د ایران د خلکو ترڅنګ ودریږي.
هغه په یوه ژوندۍ ویډیو کې وویل چې ایرانیان د ازادۍ لپاره د خپلو ګاونډیانو، په ځانګړي توګه د افغانانو ملاتړ ته اړتیا لري.
هغه د تیرو کلونو په لړ کې له افغان کډوالو سره د ایرانیانو مرستو ته په اشاره وویل، اوس د دې وخت دی چې افغانان هم خپل غږ پورته کړي.
د هغه په باور، دا پیوستون کولی شي په اوسنیو حالاتو کې مهم رول ولوبوي.
دې څرګندونو د افغان کاروونکو ترمنځ بیلابیل غبرګونونه راپارولي دي؛ ځینو یې هرکلی کړی او دا یې د یووالي نښه بللې، خو ځینو نورو ویلي چې افغانان باید په خپلو کورنیو ستونزو تمرکز وکړي او د نورو په چارو کې لاسوهنه ونه کړي.