د طالبانو حکومت د لوړو زده کړو وزارت اعلان کړی چې د کونړ په ولایت کې د سید جمال الدین افغان پر پوهنتون د پاکستاني پوځیانو د برید په پایله کې تلفات اوښتي دي. د راپورونو له مخې په دې پیښه کې د دې تعلیمي بنسټ نږدې دیرش محصلین او استادان ټپیان شوي دي.

یاد وزارت د یوې سختې بیانیې په خپرولو سره دا برید یو ډارن عمل بللی او هغه یې د اسلامي اصولو او نړیوالو قوانینو خلاف ګڼلی دی. چارواکو تایید کړې چې د ځاني زیانونو سربیره د دې پوهنتون ودانۍ او تاسیساتو ته هم پراخ مالي زیانونه اوښتي دي.

د طالبانو حکومت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت تایید کړې چې د کونړ ولایت پر استوګنیزو سیمو په وروستیو بریدونو کې څلور ملکي وګړي وژل شوي او اویا تنه ټپیان دي. دې بریدونو د افغان ښاریانو ترمنځ پراخ غبرګونونه پارولي دي.

#کونړ #افغانستان #پاکستان #پوځي\_برید

🌐

Author