د بشري حقونو نړیوال بنسټ اعلان کړی چې د کونړ ولایت په مرکز کې د وروستیو بریدونو له امله لږ تر لږه اته څلویښت ملکي وګړي زیانمن شوي دي. دغه بنسټ وایي چې د پاکستان پوځیانو پر استوګنیزو سیمو او ښوونیزو مرکزونو بریدونه کړي دي.

د راپورونو له مخې په دې بریدونو کې لسګونه کسان ټپیان شوي او یو شمېر نورو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. د دې تریخې پېښې په قربانیانو کې ښځې، ماشومان او محصلین هم شامل دي چې پراخې اندېښنې یې راپارولي دي.

د طالبانو حکومت هم تایید کړې چې په دې بریدونو کې څلور ملکي وګړي وژل شوي او اویا نور ټپیان دي. د بشري حقونو بنسټونو د دغو بریدونو د سمدستي درولو او د ملکي ځایونو د ساتنې غوښتنه کړې ده.

#بشري\_حقونه #افغانستان #کونړ

🌐

Author