د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي پر کونړ ولایت او سپین بولدک ولسوالۍ د پاکستاني پوځیانو وروستي بریدونه په کلکه وغندل. نوموړي له ملګرو ملتونو وغوښتل چې دا پېښې په جدي توګه وڅېړي.

ښاغلي کرزي د یوه پیغام په خپرولو سره اعلان وکړ چې دا بریدونه په مستقیمه توګه ملکي وګړي او ښوونیز بنسټونه په نښه کوي. هغه ټینګار وکړ چې د ملکي بنسټونو په نښه کول یو ښکاره او ویجاړونکی سیاست دی.

د سیمه ییزو راپورونو له مخې د دغو بریدونو په پایله کې څو تنه وژل شوي او لسګونه نور روغتون ته لېږدول شوي دي. تر دې وړاندې هم ښاغلي کرزي په یوه لیک کې له نړیوالې ټولنې غوښتي وو چې د دغو تېریو مخه ونیسي.

#حامد\_کرزی #افغانستان #پاکستان #ملګري\_ملتونه

🌐

Author