یو شمېر افغان سیاسي څېرو او مدني فعالانو د اسټرالیا په ملبورن ښار کې د ملي خبرو اترو لومړنۍ ناسته جوړه کړه. دغه غونډه د سیاسي اجماع د رامنځته کولو او د افغانستان د اوسنیو ننګونو د څېړلو په موخه جوړه شوې ده.

په دې خپرونه کې برخه اخیستونکو د اقتصادي ناورین، د بشري حقونو د سرغړونو او د ښځو لپاره د تعلیمي محدودیتونو په څېر پر مسایلو بحث وکړ. دوی ټینګار وکړ چې د هېواد د راتلونکي لپاره د یوه مشروع نظام رامنځته کول ډېر اړین دي.

د دې خبرو اترو په پای کې نړیوالو بنسټونو ته د خلکو د غږ په رسولو کې د افغان کډوالو رول خورا مهم وبلل شو. جوړونکو اعلان وکړ چې ورته ناستې به د اسټرالیا په نورو ښارونو کې هم جوړې شي.

#افغانستان #اسټرالیا #کډوال

🌐

Author