د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق اعلان وکړ چې د نجونو پر زده کړو د بندیزونو له امله افغانستان هر کال شاوخوا څلور اتیا میلیونه ډالره اقتصادي زیان ویني. اوسمهال یو میلیون افغان نجونې د زده کړې له حق څخه بې برخې دي.

یونیسف خبرداری ورکړی چې که دا وضعیت تر دوه زره و دیرشم میلادي کال پورې دوام وکړي، افغانستان به د ښځینه ښوونکو او روغتیایي کارکوونکو له سخت کمښت سره مخ شي. دا مسله به د روغتیا او ښوونې سیسټم فلج کړي.

د ښځینه کاري ځواک کمیدل د کار بازار ته د نوي نسل د ننوتلو مخه نیسي. دې محدودیتونو روغتیایي خدماتو ته د ښځو او ماشومانو لاسرسی په کلکه کم کړی او د ټولنې لپاره به اوږدمهاله ناوړه پایلې ولري.

🌐 #افغانستان #نجونې #زده\_کړه #یونیسف

Author