امریکایي سناتور راجا کریشنامورتی له قطر څخه د کانګو ډیموکراتیک جمهوریت ته د افغان کډوالو د لیږدولو لپاره د ټرمپ د حکومت پر پلان سخته نیوکه وکړه. هغه دا کار د امریکا له شان سره نه ښایي او د ژمنو د پوره کولو غوښتنه یې وکړه.
دې سناتور ټینګار وکړ چې د طالبانو د حکومت تر کنټرول لاندې افغانستان ته د دې کډوالو ستنیدل ډیر خطرناک دي. د هغو سلګونو افغان کډوالو برخلیک چې د امریکا د متحدینو په توګه یې کار کړی، لا هم په بشپړ ډول نامعلوم دی.
راپورونه ښیي چې شاوخوا یوولس سوه افغان کډوال ممکن کانګو ته ولیږدول شي. دې پریکړې د دیموکرات سناتورانو له توندو غبرګونونو سره مخ شوې او ځینو خو دا یو لوی خیانت او د بشري حقونو نقض بللی دی.
🌐 #افغانستان #امریکا #کډوال #کانګو