امیرخان متقي په کابل کې د روسیې له ځانګړي استازي ضمیر کابلوف سره په لیدنه کې د دواړو هیوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو پر پراختیا ټینګار وکړ. د ګډ اقتصادي کمیسیون بیا فعالول او د سیاسي مشورو لپاره د یوه منظم چوکاټ رامینځته کول د دې خبرو اترو مهم محورونه وو.

په دې لیدنه کې ښاغلي کابلوف د طالبانو له حکومت سره د خپل هیواد اړیکې مثبتې و ارزولې. هغه اعلان وکړ چې روسیه چمتو ده ترڅو له افغانستان سره د سوداګرۍ او انرژۍ د لیږد په برخو کې خپله عملي همکاري د پام وړ پراخه کړي.

روسیه غواړي په زیربنایي پروژو کې د پانګونې له لارې د سیمې اقتصاد پیاوړی کړي. د طالبانو حکومت هم ټینګار کړی چې هیڅ ډلې ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د نورو هیوادونو پر ضد وکاروي.

#افغانستان #روسیه #اقتصاد #د\_طالبانو\_حکومت

🌐

Author