د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بڼټ د دیني مبلغینو لپاره د حکومت طالبان پر نوي قانون اندیښنه ښودلې ده. هغه ویلي چې دا قانون د مذهب پر بنسټ تبعیض کوي او له نړیوالو بشري حقونو سره په ټکر کې دی.

په دې قانون کې چې تازه خپور شوی راغلي دي چې دیني مبلغین باید د حنفي مذهب پیروان وي. همدارنګه دا کسان دنده لري چې خلکو ته د جهاد د فضیلت په څیر موضوعات بیان کړي او په خپلو سیمو کې یې تبلیغ وکړي.

نیوکه کوونکي په دې باور دي چې دا ډول قوانین پر ټولنه ایډیالوژیکي څارنه او فشار ډیروي. د دې ترڅنګ د مبلغینو ټول فعالیتونه به د امر بالمعروف وزارت تر مستقیم څار لاندې تنظیم او کنټرول کیږي.

#بشري\_حقونه #مذهبي\_ازادي #افغانستان

🌐

Author