د لوېديځو ولايتونو درې اوسېدونکو آمو ته ويلي چې د ايران ويزه په قانوني ډول نه شي اخيستلی او دا ويزه په تور بازار کې له ۱۰۰ زره څخه تر ۱۵۰ زره افغانيو پورې خرڅېږي.

د ايران امريکا او اسرائيلو تر منځ د تېرو مياشتو له شخړو وروسته د ايران ويزې اخيستل د افغانانو لپاره ډېر سخت شوي دي. ويزې غوښتونکي وايي چې په افغانستان کې د کار د نشتوالي له امله مجبور دي چې مهاجرت وکړي خو دا لګښت نه شي ورکولی.

په هرات کې سرچينو ويلي چې د ايران ويزې د نفوذي کسانو روحانيونو او محلي چارواکو له لارې خرڅېږي. ايران له پنځو کلونو راهيسې د افغانانو لپاره د کار ويزې بندې کړې او يوازې د سياحتي او ناروغانو ويزې له سختو مرحلو وروسته صادرېږي.

#کډوالي #د\_ايران\_ويزه #تور\_بازار 🌍

Author